د اقتصاد عالي شورا پېژندنه

د تېرو څوارلسو کلونو د پرمختګونو او لاسته راوړنو سربېره، افغانستان اوس هم د اقتصادي ودې، د بیوزلۍ د کچې راکمولو، د هېواد ځوان کهول ته د دوامداره کاري فرصتونو د برابرولو او د پانګونې او د خصوصي سکټور د ودې لپاره د مناسب ځای د چمتو کولو په برخو کې له سترو ننګونو سره مخ دی. د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، او د مرسته کوونکو هېوادونو او ادارو لخوا د کومکونو د کچې کموالي او نامناسبه امنیتي حالت ته په کتو سره د پر ځان بسیا افغانستان لیدلوري ته د رسېدو لپاره پکار ده د اقتصادي او پراختيايي پالیسیو او پروګرامونو د طرحې او تطبیق په موخه د اړونده ادارو ترمنځه غوره همغږي رامنځته شي. همدې واقعیت ته په پام سره د اقتصاد د عالي شورا په ګډون د پراختیايي شوراګانو طرحه د کابینې د ۱۳۹۴ کال د وږي د ۱۱ مې غونډې په لړ کې تصویب شوه او د اقتصاد عالي شورا د افغانستان اسلامي جمهوریت د (۲۰ مې) شمېرې فرمان له لارې (۱۳۹۵ د وري په ۲۶ مه) رسماً رامنځته شوه.
د اقتصاد عالي شورا د تاسیس اصلي موخه د اقتصادي او پراختیايي اصلاحاتو د پالیسیو او پروګرامونو په طرحه او تطبیق کې د همغږۍ او پرېکړې نیولو، د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره د اصلاحي پرېکړو او ګامونو اخیستل، د اصلاحي پروګرامونو او د حکومت د لومړیتوبونو پر بنسټ د ملي بودیجې ترتیب، له خصوصي سکټور سره مرسته او همکاري، په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې جلب او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د کړنو تنظیم دی.

د اقتصاد عالي شورا جوړښت:
د اقتصاد عالي شورا د سکتوري وزارتونو او اړونده ادارو څخه جوړه ده چې مشري یې پخپله د هېواد د ولسمشر پر غاړه ده. اجرائیه رئیس، د ولسمشر دویم مرستیال، د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال، سکټوري وزیران، د خپلواکه ادارو مشران، د جمهوري ریاست سلاکاران او د خصوصي سکټور درې تنه استازي د یادې شورا غړي دي.

د اقتصاد عالي شورا غونډې او اجرائیوي جوړښت:
د اقتصاد عالي شورا غونډې هره میاشت راغوښتل کیږي او د اړتیا په صورت کې د ولسمشر له لارښوونې سره سم فوق العاده غونډې هم رابلل کیږي.
د ماليي وزارت د اقتصاد عالي شورا د غونډو نیولو لپاره د لازم چمتووالي او همغږۍ او د اقتصاد عالي شورا د پرېکړو د تطبیق د بررسي او تخنیکي چارو د تنظیم په موخه، د اقتصاد عالي شورا د دارالانشاء (سکرتریت) دنده پرمخ وړي.

د دارالانشاء په اړه:
د اقتصاد عالي شورا دارالانشاء چې د ماليي وزارت په انګړ کې موقعیت لري، د اقتصاد عالي شورا د غونډو لپاره د همغږۍ او د لازم چمتووالي نیولو او دغه راز د شورا لخوا د شوو پرېکړو پر پلي کولو د څار او د نورو تخنیکي چارو د تنظیمولو مسوولیت پرغاړه لري.
د اقتصاد عالي شورا دارالانشاء د ادارو وړاندیزونه (پروپوزلونو) له مطالعې او ارزونې وروسته په خپله اجنډا کې شاملې او د شورا پرېکړې بیا د نورو اجرااتو لپاره ټولو اړوندو ادارو ته استوي. د شورا د غونډو پرېکړې د دارالانشاء له لوري څارل کیږي او د ولسمشرۍ دفتر ته د شوو پرېکړو پر وړاندې د اړوندو ادارو د کړنو راپور وړاندې کوي.