د اقتصاد عالي شورا غونډه د ۱۳۹۴ کال د
سلواغې پر ۴ مه چې د ۲۰۱۶ م کال د جنورۍ له ۲۴ مې نېټې سره سمون خوري، له
غرمې مخکې پر ۹:۳۰ بجو د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتماب جمهور رئیس په
مشرۍ د جمهوري ریاست په ارګ ماڼۍ کې ترسره شوه. د غونډې اجنډا او د
ګډونوالو نوملړ په ملپاڼه کې دی.